IQNA

ولی امر مسلمین او د حج نړیوال پيغام

  حج د معنویّت او اخلاقو په اساس د نړیوال ژوند بخښونکې دستورې   

15:10 - June 27, 2023
د خبر لمبر: 3487538
ایکنا-(تهران) د اسلامي انقلاب معظم لارښود او د  مسلمانانو ولی امر حضرت امام خامنه ای د حج د عظیمې غونډې په مناسبت په پیغام کې ټینګار وکړ وحدت او معنویت په دغه وخت کې له تیر وخت زیات د استکبار او صیهونیزم د  دښمنۍ اوکارړنګونې هدف دي .

حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای په دغه پیغام کې دې ته په اشارې سره چی د حج د نړیوال اغیز شیندلو ضروری شرط د وحدت او معنویت په اساس د دغو دو له رمز و راز ډکو دندو د اسلامی امت سم درک اوپیژندنه ده ، جوته کړه امریکا او د استکباري سلطې نور قطبونه د مسلمانانو له وحدت ، د ملتونواو هیوادونو او مسلمانو حکومتونو له تفاهم او د دغو ملتونو د ځوان نسل له دیندارۍ سره سخت مخالف دي او په هرې وسیلې سره چی وکولې شی ورسره مقابله کوی .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود داسلامی امت وحدت د عملي او فکري ارتباط ،خبرو اترو،د لورنیونو نږدی کولو،ملګرتیاو او د اسلامي هیوادونو د اقتصادي اړیکو په معنا وباله او جوته یې کړه د دغه وحدت بل اړخ د حسن ظن ، ګوزاې او انصاف په اساس د اسلامي مذهبونو د عالمانو خبرو اترو او د مسلمانو هیوادونو د پوهانو نږدې ارتباط دی .

حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د وحدت په اړه د دغه ټکی یادونه هم وکړه چی د اسلامي هیوادونو کلتوري او سیاسی مخکښان باید له یوه بل سره غږمله ځانونه د ورپیښ نړیوال نظم شرایطو ته چمتو کړي تر څو اسلامي امت خپل شایسته ځای بیا ومومي او له لومړی نړیوال جنګ وروسته سیاسی او سرزمیني انجنیرینګ ترخه تجروبه تکرار نشی .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود معنویت د حج د نړیوال غږ د اغیزشیندنې له دو رکنونو یو بل رکن وباله،د دیني اخلاقو د لوړتیا او د لویدیځوالو له دین پرته اخلاقو له چل ول سره د مقابلې په معنا وباله او زیاته یې کړه له دینه پرته د اخلاقو چل ول چی مودې مودې د لویدیځ د فکري سرچینوله لوری دوداو تبلیغ کیده ، نتیجه یې په لویدیځ  کې د بی کنټروله اخلاقونسکوریدا ده چی ټول یې په دنیا کې شاهدان دي .

د اسلامي انقلاب معظم لارښود ټینګار وکړ زمونږ ټولو دنده ، ټولو ملتونو او زمونږ حکومتونو دنده د دغې امریکایی او صیهونیسټی خبیثانه نقشې په وړاندی مقاومت او دریدا ده .

وحدت او معنویت د استکبار د دښمنۍ اوکارړنګونې هدف دي

د حج د لوي کانګرس په مناسبت د اسلامی نړۍ د حاجیانو په نامه د اسلامی انقلاب د معظم لارښود او د مسلمانانو د ولی امر پيغام

بسم‌اللّه‌الرّحمن‌الرّحیم

و الحمد للّه ربّ العالمین و صلّی اللّه علی الرّسول الاعظم محمّد المصطفی و آله الطّیّبین و صحبهِ المنتجبین.

 د  حج ابراهیمي  غږ او د هغه نړیواله بلنه، یو ځل بیا   د تاریخ له زړه ټولې نړۍ ته  خطاب وکړ او  او ذکر کونکي  او تیار زړونه ئې ولولې  او شوق  نه ډک کړل. د  بلونکي غږ هر یوه انسان ته دی .و اَذِّن فِی النّاسِ بِالحَجّ(۱)، او کعبه ، دټولو انسانانو مبارکه کوربه او رهنما ده .  اِنَّ اَوَّلَ بَیتٍ وُضِعَ لِلنّاسِ الَّذی بِبَکَّةَ مُبارَکاً وَ هُدیً لِلعالَمین(۲).

کعبه د  مسلمانانو د توجهاتو اصلي چورلیز او مرکزي ټکي په توګه او دحج دستورې ، د اسلامی دنیا د ډولوالي د پراختیا د یوه ورکوټي مثال  په څير کولی شي،د انساني ټولنې لوړاوي  او د  ټولو انسانانو  د امنیت او سلامتیا په  کې وووسي.حج کولی شي،ټول بشریّت ته معنوي لوړاوي  او  اخلاقي  او روحي ارتقاءورسوي او  دا د نننی انسان حیاتي ضرورت دی.حج د نننی او سباني  انسان د اخلاقي ځوړتیا لپاره  د استکبار او صهیونزم ټول   پروګرامونه باطل او بې اغیزې کولی شي.

ددغه نړیوالې اغیزې  لپاره لازم شرط، دا دی چې مسلمانان په لومړني ګام کې ،د حج ژوند بخښونکی خطاب پخپله ښه واوري  او ټول  ددې دعملي کولو لپاره خپل ټول همت وکاروي. ددغه خطاب دوې اصلي ستنې، ؛وحدت ؛ او معنویّت ؛ دي ، وحدت او معنویّت ، د اسلامی نړۍ  او ددرستې نړۍ  د معنوي او مادي لوړتیا  او ورته د رڼا رسولو  ضامن دي.

وحدت  د عملی او فکری ارتباط په معنا دی ، د لورنیونو او تکفراتو او د زړونو د نزدیکت په معنا دی،د  علمی او تجروبي هلوځلو  د یو ځاي کولو په معنا  دی،، د اسلامی هیوادونو  د اقتصادي پيوند په معنا دی ، د مسلمانو حکومتونو دملګرتیا او اعتماد په معنا دی ، د   مسلَمو او ګډو دښمنانو په وړاندې د  ګډې ملګرتیا معنا دی .

وحدت په دې معنا دی چې د دښمن پلان شوي نقشه ونه توانیږي ،اسلامی فرقې یا ملتونه  او توکمونه او ژبې  او د اسلامی نړۍ ډول ډول کلتورونه ، دیوه بل  په وړاندې ودروي . وحدت په دې معنا دی چې   مسلمان ملتونه  یوه بل ، د دښمن د فتنه ګرې معرفۍ له لارې نه ،بلکې  د خبرواترو  او ارتباط  او د تګ راتګ له لارې  وپيژني ،  دیوه بل له امکاناتو او ظرفیّتونو  خبر شي  او  ورڅخه د استفادې لپاره پلانونه وکړي . وحدت په دې معنا دی چې د اسلامی نړۍ پوهنتونونه او پوهان یوه بل ته سره لاسونه ورکړي، د اسلامی مذهبونو عالمان په ښه نیّت ،ګوزارې  او انصاف سره  یوه بل ته وګوري او د یوه بل خبرې واوري ، په هرهیواد او مذهب کې شخصیّتونه او  خلک  د یوه بل له مشترکاتو سره بلد کړي  او دوي ورورولۍ او ګډ ژوند ته وهڅوي.

وحدت همدارنګه په دې معنا ده چي په اسلامي هیوادونو کې د سیاسي او فرهنګي چارو مخور په ږغملتیا سره ځانونه د راتلونکی نړیوال نظم لپاره چمتو کړي، د نړۍ په نوې تجروبه کې چي له فرصتونو او ګواښونو ډکه ده د اسلامي امت غوره مقام په خپلو لاسونو او ارادې سره، وټاکي او پرې نه ایږدي چي د لومړي نړیوال جنګ نه وروسته، د لوېدیځو حکومتونو له لورې د لوېدیځې اسیا د سیاسي او جغرافیایي اینجینرینګ ترخه تجروبه تکرار شي.

معنویت د دیني اخلاق د لوړاوی په معنا ده، له دین پرته د اخلاقو جادو ته چي له زیاتې مودې را په دې خوا د لوېدیځو فکري سرچینو له لورې رواج ورکول کېدا، پایله یې په لوېدیځو کې همدغه نه کنټرولېدونکی اخلاقي سقوط دی چي ټوله نړۍ یې ننداره کوي. معنویت او اخلاق باید د حج له مناسکو، په احرام کې له ساده ژوندون، له خیالي امتیازاتو له نفي کولو، له «وَ اَطعِمُوا البائِسَ الفَقیر(3)»،  او له «لا رَفَث وَ لا فُسوقَ وَ لا جِدال(4)» او د توحید په محور باندې د ټوله امت له ګرځېدو، د شیطان له رمي او مشرکانو څخه له برائت نه باید زده کړای شي.

په حج مراسمو کې ګډونوالو وړونو او خویندو ! د حج له فرصت څخه د دغه بې سارې فریضې په رازونو او رمزونو کې د تدبر او ژور فکر لپاره کار واخلي او د خپل ټول عمر لپاره یې توښه وګرځوئ.  په دغه وخت کې وحدت او معنویت له مخکې نه زیات د استکبار او د صهیونیزم له دښمنۍ او کارړنګونو سره مخامخیږي، امریکا او د استکبارې نیواک نورو قطبونو د مسلمانانو تر مینځ له وحدت، د مسلمانو دولتونو، هیوادونو او ولسونو تر مینځ له تفاهم او د نوي نسل د ځوانونو له دینداری او تشرع سره په سخته مخالفت کوي او په هرې وسیلې سره چي وکولایشي ورسره مقابله کوي. د امریکا او صهیونیست د دغه خباثت ناک پلان په وړاندې مقاومت زمونږ او زمونږ د ولسونو او حکومتونو دنده ده.

له علیم او قدیر خدای څخه مرسته وغواړئ، له مشرکانو څخه د برائت غوښتلو روحیه په ځان کې پیاوړی کړئ او د خپل ژوندانه په ماحول کې د هغه د نشرولو او د هغه د ژور کولو لپاره موظف وګڼي.

 د خدای له درباره د ایرانی او غیرایرانی حجاجو او د ټولو د توفیق او مقبول او مشکور حج غوښتنه کوم او د ټولو لپاره د حضرت بقیّة‌اللّه‌الاعظم(ارواحنا فداه) د اجابت شوې دعا هیله کوم.

والسّلام علیکم و رحمة اللّه

د ذی‌الحجّة  شپږمه  ۱۴۴۴ قمری کال

د چنګاښ دم یاشتې ۴     ۱۴۰۲   لمریز کال

https://iqna.ir/fa/news/4150712

captcha